کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ غړي زرک خان مندوخېل په کوټه کې د څښاک اوبو پر سخت کمښت او د ټانکرونو د مافیا پر خپلسرو کړنو اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه ویلي، خلک د ژوند د یوې بنسټیزې اړتیا، یعنې اوبو، د ترلاسه کولو لپاره له ستونزو سره مخ دي او ځینې ټانکر چلوونکي ترې لوړې پیسې اخلي. نوموړي وویل، که حکومت خلکو ته د څښاک اوبه نه شي برابرولای، نو منتخب استازي باید د خپلو مسؤلیتونو په اړه فکر وکړي. هغه د بحران د دایمي حل او د ناجایزې ګټې اخیستنې پر ضد د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه.
