سیالکوټ (وېب نیوز) د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، پرون یوه کس ویل چې مولانا فضل الرحمن ته مولانا ویل ګناه ده، خو اوس د هماغې ډلې یوه کس ویلي چې دا د دوی نېکمرغي ده چې مولانا ورسره ملګری دی. خواجه آصف په سیالکوټ کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، دا ښه خبره ده چې د پرون ورځې دښمنان نن ملګري شي؛ په ټوله نړۍ کې داسې بدلونونه رامنځته کېږي، خو دا بدلونونه باید د اصولو پر بنسټ وي. هغه هیله څرګنده کړه چې په خیبر پښتونخوا کې به حالات ښه شي او کله چې فرصت برابر شي، ازادې او رڼې ټاکنې به ترسره شي. د دفاع وزیر زیاته کړه چې هر سیاسي ګوند د خپلې بخت ازمېښت حق لري، خو د ګټو سیاست باید پرېښودل شي او اصولو ته لومړیتوب ورکړل شي.
