تازه خبرونه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶

د اسرائيلي ولسمشر د وینا پر مهال د ۱۰ هېوادونو استازو احتجاجي واک‌اوټ وکړ

کوټه (وېب نیوز) د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اسیايي هېوادونو د سیکا سازمان په سرمشریزه غونډه کې د اسرائيلي ولسمشر اسحاق هرزوګ د وینا پر مهال د ۱۰ هېوادونو استازو د اعتراض په توګه تالار پرېښود. د رسنیو د راپورونو له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاقان فیدان او ورسره پلاوي هم د وینا له پیل سره سم د غونډې پرېښودو پرېکړه وکړه. دغه احتجاج په غزه کې د روانې جګړې او د فلسطیني ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې شوی دی. سیکا له ۲۸ هېوادونو جوړه اداره ده چې موخه یې د اسیايي هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو، باور او همکارۍ پیاوړتیا ده. په غزه کې د بشري ناورین او د فلسطینیانو د کړاوونو له امله پر اسرائيلو نړیوال سیاسي او قانوني فشار هم مخ په زیاتېدو دی.