کوټه (سید سردار محمد خوندئی) د آل بلوچستان پرائیوېټ سکولز ایسوسی اېشنز الائنس ویلي دي چې د خصوصي تعلیمي ادارو کرکټر وژنه د افسوس وړ ده.
د الائنس صوبايي مشرانو په خپل ګډ بیان کې په تېرو څو ورځو کې د خصوصي تعلیمي ادارو پر ضد د روان منظم پروپاګند په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.
په بیان کې ویل شوي چې دا عمل د بلوچستان د لکونو زده کوونکو او د دې سکتور سره تړلو زرګونو کسانو د دوو لسیزو خوارۍ او محنت ته د خاورو اچولو ناوړه هڅه ده، چې چاته به یې هم اجازه ور نه کړل شي.
مشرانو وویل چې د بلوچستان په څېر په یوه وروسته پاتې صوبه کې د زرګونو خصوصي تعلیمي ادارو غوره کارکردګي له چا څخه پټه نه ده. دغو ادارو په هر ډګر کې د وطن بچیانو ته غوره تعلیم او روزنه ورکړې او هغوی ته یې روښانه راتلونکی ورکړی دی. نن هم په ټول هېواد او په ځانګړي ډول په بلوچستان کې معزز مشران او والدین خپل بچیان په خصوصي تعلیمي ادارو کې داخلوي، چې دا په دغو ادارو د دوی د باور څرګند ثبوت دی.
په بیان کې نوره ویل شوي چې افسوس دی چې یو څو کسان د شخصي ګټو او عناد له مخې د خصوصي ادارو لخوا د رخصتیو د فیس اخیستلو مخالفت کوي، چې دا له حقیقت څخه انکار دی.
هغوی څرګنده کړه چې خصوصي ادارې د رخصتیو په ورځو کې هم ښوونکو او نورو کارکوونکو ته تنخواګانې او د ودانیو کرایې ورکوي. پکار وه چې په دې ګرانۍ کې دې د مالکانو څخه د کرایې د کمولو غوښتنه شوې وای، خو ښوونکي د سرکاري تنخواګانو په پرتله په ډېره کمه تنخوا ګوزاره کوي. که والدین په دغو خصوصي ادارو راضي نه وای، نو خپل بچیان به یې په کې نه داخلول.
په پای کې د آل بلوچستان پرائیوېټ سکولز ایسوسی اېشنز الائنس دا هوډ تکرار کړ چې د خصوصي تعلیمي ادارو په تقدس او وقار به هېڅ ډول جوړ جاړی ونه شي.
