تازه خبرونه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶

د خیبر پښتونخوا د بېړني حالت له معدني سرچینو سره تړل د افسوس وړ دي، طارق فضل چودري

کوټه (وېب نيوز) د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چودري ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له معدني سرچینو سره د مولانا فضل الرحمان تړل د افسوس وړ خبره ده. نوموړي وویل، د پاکستان د پوځ افسران او سرتېري د سولې لپاره قربانۍ ورکوي، نو د ترهګرۍ په څېر جدي ملي ستونزه باید د سیاسي تورونو ښکار نه شي. د هغه په وینا، تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې پرله‌پسې ۱۳ کاله حکومت کړی او باید د خراب امنیتي وضعیت په اړه ځواب ووایي. نوموړي د ملي یووالي، د ترهګرۍ پر ضد د ګډې تګلارې او د خلکو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار وکړ.