تازه خبرونه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶

د شهیدانو په اړه د څرګندونو په غبرګون کې د ډي جي آی اېس پي آر دریځ؛ د قربانۍ له تنخوا سره تړل یې د نه منلو وړ وبلل

کوټه (وېب نیوز) د ډي جي آی اېس پي آر د مولانا فضل الرحمان د شهیدانو په اړه د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د شهادت فلسفه او د شهیدانو قربانۍ د پاکستان د پوځ د بنسټ او د هېواد د دفاع مهمه برخه ده. نوموړي ویلي، چې د پاکستاني پوځ او د کارګل د شهیدانو په اړه سپکوونکې خبرې د هند د بیانیې پیاوړتیا ته لاره هواروي. د هغه په وینا، د پاکستان پوځیان د هېواد او ولس د دفاع لپاره خپل قیمتي ژوند قربانوي، نو د دوی شهادت یوازې له تنخوا سره تړل د پوهېدو وړ نه دي. هغه پوښتنه کړې چې ایا څوک یوازې د تنخوا لپاره د خپل ژوند قربانولو ته چمتو دی؟ د ډي جي آی اېس پي آر په وینا، د پاکستان پوځ د وطن د دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی.