پېښور (وېب نیوز) د پاکستان د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ مشر او په ملي اسمبلۍ کې د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي په مشرۍ د سیاسي مشرانو یوه پلاوي د خیبر پښتونخوا د باړې سیمې ته سفر وکړ. پلاوي له ځايي خلکو سره ولیدل، د ډزو د پېښې په اړه یې خواشیني څرګنده کړه او پر سولهییزو مظاهرهچیانو د ډزو غندنه یې وکړه. په پلاوي کې علامه راجه ناصر عباس، سردار اختر جان مېنګل، سید زین شاه، ساجد خان ترین او د ملي اسمبلۍ غړې شاندانه ګلزار هم شامل وو. محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل، چې پښتانه ترهګر نه، بلکې سولهغوښتونکي خلک دي او د خپلو اساسي حقونو لپاره مبارزه کوي. نوموړي وویل، چې یوازې د شعارونو ورکولو له امله پر بېګناه ځوانانو ډزې کول د منلو وړ نه دي او پولیس او انتظامیه باید د قانون په چوکاټ کې خپلې دندې ترسره کړي. هغه زیاته کړه، چې د پښتنو د سیمو خلک پر خپلو طبیعي سرچینو حق لري او له افغانستان سره د سوداګرۍ بندېدو ولس او بزګرانو ته اقتصادي زیانونه اړولي دي. اڅکزي پر ټولو پښتنو غږ وکړ، چې په یووالي سره یوه سولهییزه او ګډه جرګه جوړه کړي او خپلې غوښتنې د اساسي قانون له لارې وړاندې کړي. نوموړي وویل، که د پاکستان په محکمو کې د دوی شکایتونو ته رسېدنه ونه شي، نو د خپلو حقونو لپاره به نړیوالو حقوقي ادارو ته د رجوع لاره هم وڅېړي. هغه ټینګار وکړ، چې په پاکستان کې پرېکړې باید د اساسي قانون له مخې د منتخب پارلمان او اسمبلۍ له لارې وشي او ټولو قومونو ته مساوي حقونه ورکړل شي.
