تازه خبرونه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶

د کوټې ـ چمن مسافر وړونکې اورګاډي خدمت دې سمدستي بېرته پیل شي، افغان قومي موومنټ

کوټه(وېب نیوز)افغان قومي موومنټ د کوټې ـ چمن مسافر وړونکې اورګاډي د اوږدې مودې بندېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له حکومته یې د دې خدمت د سمدستي بیا پیل غوښتنه کړې ده. د ګوند په بیان کې ویل شوي چې د شاوخوا ۱۴۵ کیلومتره پر دې لاره هره ورځ زرګونو مسافرو سفر کاوه او د لارې له بېلابېلو تمځایونو څخه هم ډېر خلک ګټه اخیسته. د اورګاډي د بندېدو له امله د چمن او د قلعه عبدالله ضلعې اوسېدونکي کوټې ته په تګ راتګ کې له ستونزو او اضافي لګښتونو سره مخ دي. ګوند ویلي چې دا اورګاډی د خلکو لپاره د سفر نسبتاً ارزانه او خوندي وسیله وه، نو اړوند چارواکي دې د دې خدمت د ورځني بیا پیل امر صادر کړي.