تازه خبرونه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶

سرفراز بګټي: مولانا فضل الرحمن دې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د حکومتونو پرتله د ځمکنیو واقعیتونو پر بنسټ وکړي

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي د جمعیت علمای اسلام (ف) له مشر مولانا فضل الرحمن څخه غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه دې د سیاسي اختلافاتو ښکار نه کړي او د ملي امنیت په اړه دې مسؤلانه دریځ خپل کړي. هغه ویلي، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د حکومتونو پرتله باید د ځمکنیو واقعیتونو او عملي اقداماتو پر بنسټ وشي. د سرفراز بګټي په وینا، په بلوچستان کې د سیاسي اختلافاتو باوجود د ترهګرۍ پر ضد ګډ دریځ خپلول کېږي او صوبايي حکومت د خپلې تګلارې په اړه اپوزېسیون هم په باور کې اخلي. هغه زیاته کړې چې د ترهګرۍ پر ضد د ریاست هڅې او د امنیتي ځواکونو قربانۍ باید په پام کې ونیول شي، ځکه دا جګړه د ریاست او ټول ملت ګډ مسؤلیت دی. د بلوچستان اعلی وزیر وویل چې د امنیتي ځواکونو قربانۍ د ملي امنیت په اړه له جدي او مسؤلانه خبرو غوښتنه کوي؛ ملي امنیت له سیاست څخه لوړ دی او د ریاست چارې باید د سیاسي اختلافاتو ښکار نه شي.