تازه خبرونه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶

سیاسي مشران ځورول د منلو وړ نه دي، جمعیت علما اسلام

کوټه(وېب نیوز)د جمعیت علما اسلام د کوټې ضلعې مشر مولانا عبدالرحمن رفیق، عمومي منشي حاجي عین الله شمس او مشر مرستیال مولانا خورشید احمد ویلي چې د سیاسي مشرانو ګواښل، نیول او وهل ټکول د دولتي واک ناوړه استعمال دی او د زغملو وړ نه دی. په ګډ بیان کې ویل شوي چې واک هیچا ته دا حق نه ورکوي چې سیاسي مخالفین سپک کړي او بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي. مشرانو له پولیسو او ادارې غوښتنه کړې چې د خلکو خدمت دې وکړي او خپلې دندې د قانون له مخې ترسره کړي. هغوی خبرداری ورکړی چې که له سیاسي مشرانو سره سپکوونکی او جابران چلند پای ته ونه رسېږي، جمعیت علما اسلام به پراخ احتجاجي تحریک پیل کړي.