ګوجرانواله (وېب نیوز) لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، په خیبر پښتونخوا کې د مجبورۍ له مخې بېړنی حالت اعلانول اړین شول، ځکه حکومت نه شو کولای چې د تباهۍ ننداره په چوپتیا وکړي؛ د هغه په وینا، که داسې یې کړي وای، دا به له جرمي غفلت سره برابر و. نوموړي په ګوجرانواله کې د خبرو پر مهال وویل چې احتجاجي پرلتونه د ټول هېواد نظام فلجوي. هغه زیاته کړه چې سهیل افریدي ته یې ډاډ ورکړی و چې صوبې ته به اړین وسایل او سرچینې برابرې کړي او وفاق د خیبر پښتونخوا د پرمختګ او سوکالۍ لپاره همکارۍ ته چمتو دی. شهباز شریف د پاکستان تحریک انصاف پر پخوانۍ سیاسي تګلارې نیوکه وکړه او ویې ویل چې پخواني اعلی وزیر ته ویل شوي وو چې د ترهګرۍ پر ضد دې په ګډه مبارزه وکړي، خو د ده په وینا، پرلهپسې ګواښونه او اوږده لاریونونه روان وو. لومړي وزیر تور ولګاوه چې دا ځل د وینې تویولو پلان جوړ شوی و. هغه همداراز وویل چې د خلیج جګړې اغېزې پر ټوله سیمه خپرېږي او د مذاکراتو کمېټې د وضعیت د سمبالولو لپاره شپه او ورځ هڅې کړې دي.
