کوټه(وېب نیوز)په بلوچستان کې د اوړو د بیو د لوړوالي له امله د ۵۰ کیلو بوجۍ بیه په بېلابېلو سیمو کې له اتو زرو روپیو اوښتې او تر ۸۵۰۰ روپیو رسېدلې ده. په کوټه، پښین، قلعه سیف الله، ژوب، چمن، زیارت، لورالایي او قلات کې د اوړو ګرانېدو د کم عاید لرونکو کورنیو ستونزې زیاتې کړې دي. خلکو له بلوچستان حکومته، د خوراک له څانګې او ضلعي ادارو غوښتنه کړې چې د غنمو او اوړو رسد یقیني کړي، د احتکار او ناجایزې ګټې مخه ونیسي او د حکومتي نرخونو د عملي کولو لپاره اغېزمن څارنیز نظام جوړ کړي.
