اسلامآباد (وېب نیوز) د ګېلپ پاکستان د یوې نوې سروې له مخې، ۴۷ سلنه پاکستانیانو په خیبر پښتونخوا کې د وفاقي حکومت له خوا د بېړني حالت د اعلان ملاتړ کړی، په داسې حال کې چې ۳۶ سلنه یې مخالفت کړی دی. د سروې پایلې ښيي چې په دې اړه د خلکو نظرونه وېشل شوي دي؛ د صوبې په تړاو د وفاقي حکومت د پرېکړې ملاتړ ۴۰ سلنه کسانو کړی او ۴۲ سلنه یې مخالفت کړی دی. د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د صوبايي حکومت د نه همکارۍ دلیل ۲۹ سلنه کسانو منلی، خو ۳۶ سلنه ورسره موافق نه دي. د سروې له مخې، ۳۸ سلنه کسان هیله لري چې د بېړني حالت په اعلان سره به په صوبه کې امنیتي وضعیت ښه شي، خو ۳۰ سلنه د حالاتو د لا خرابېدو اندېښنه لري. همدارنګه، ۴۱ سلنه کسانو د ګورنر راج او بېړني حالت اعلان له اساسي قانون سره سم بللی دی. په سیمهییزه کچه، د هزارې په ډویژن کې د دې پرېکړې ملاتړ تر ټولو لوړ، ۴۸ سلنه و، په داسې حال کې چې په جنوبي خیبر پښتونخوا کې یې مخالفت ۵۳ سلنې ته رسېدلی دی.
