مستونګ(وېب نیوز)د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې نامعلومو وسلهوالو یوه مسافر وړونکې وین درولې او ۲۰ د پولیسو روزنیز سرتېري یې تښتولي دي. د پولیسو د سرچینو په وینا، یاد سرتېري د قلات د روزنې په مرکز کې له روزنې وروسته د اونیزې رخصتۍ لپاره خپلو کورونو ته روان وو چې د ګورګینه په سیمه کې وسلهوالو وین ودروله. وروسته موټرچلوونکی او درې عام مسافر خوشې شول، خو ۲۰ سرتېري نامعلوم ځای ته یووړل شول. د ترلاسه شوي نوملړ له مخې، په تښتول شویو کسانو کې د خاران اته، د نوشکي پنځه، د چاغي څلور او د واشک درې سرتېري شامل دي. د پېښې په اړه د چارواکو رسمي دریځ لا نه دی خپور شوی او د سرتېرو د موندلو هڅې روانې دي. تر دې پېښې یوه ورځ مخکې د رخشان ډویژن د کمېشنر اسدالله کاکړ د تښتول کېدو خبر هم خپور شوی و، چې له امله یې د سیمې پر امنیت اندېښنې زیاتې شوې دي.
