بغداد (وېب نیوز ) د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، که امریکا د ایران شرطونه ومني، د هرمز تنګی به په شپږمه ورځ پرانیستل شي او په اوومه ورځ به خبرې اترې بېرته پیل شي. نوموړي په بغداد کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، ایران خپل اووه ورځنی پلان له امریکا سره شریک کړی او د امریکايي چارواکو وړاندیزونه او اعتراضونه ارزوي. عراقچي ټینګار وکړ چې ایران به د ګواښونو پر وړاندې سر ټیټ نه کړي، خو پر ډیپلوماسۍ او خبرو اترو باور لري او که برید پرې وشي، په پوره ځواک به له خپل ځان څخه دفاع وکړي.
