بغداد (وېب نیوز) د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، که امریکا د ایران شرطونه ومني، د هرمز تنګی به په شپږمه ورځ پرانیستل شي او په اوومه ورځ به خبرې اترې بېرته پیل شي. نوموړي په بغداد کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، ایران له امریکا سره خپل اووه ورځنی پلان شریک کړی او د امریکايي چارواکو وړاندیزونه او اعتراضونه ارزوي. د عراقچي په وینا، د ایران شرطونه نه غیرمعقول دي او نه هم له حده زیات؛ بلکې هغه ژمنې دي چې د ده په خبره، امریکا د اسلاماباد په تفاهملیک کې منلې وې. د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې هېواد یې به د ګواښونو پر وړاندې سر ټیټ نه کړي او پر ډیپلوماسۍ او خبرو اترو باور لري، خو که برید پرې وشي، په پوره ځواک به له خپل ځان څخه دفاع وکړي.
