تازه خبرونه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶

ایراني پارلمان مهرداد اخلاقي کتابچي د دفاع وزیر په توګه تایید کړ

تهران (وېب نیوز ) د ایراني رسنیو د راپور له مخې، پارلمان مهرداد اخلاقي کتابچي د دفاع وزیر په توګه تایید کړی دی. راپور وايي، د پارلمان له ۲۷۷ غړو څخه ۲۳۷ تنو د نوموړي د ټاکنې په ملاتړ رایه ورکړې ده. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روانې میاشتې په پیل کې کتابچي د دفاع وزارت لپاره نوماند کړی و. پخوانی دفاع وزیر عزیز نصیرزاده په یوه امریکايي برید کې وژل شوی و. پزشکیان د پارلمان له غړو غوښتي وو چې د نوي وزیر ټاکنه ژر تایید کړي. هغه ویلي، د هېواد دفاع یوازې پر توغندیو نه، بلکې د خلکو پر ملاتړ او ملي یووالي هم ولاړه ده. نوموړي زیاته کړې چې ایران پر بل هېواد د برید اراده نه لري، خو که برید پرې وشي، په ټول ځواک به مقاومت وکړي.