راولپنډۍ (وېب نیوز) د درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان سریلانکا ته په ۳۷ منډو ماتې ورکړه. د راولپنډۍ په پنډۍ کرکټ لوبغالي کې پاکستان لومړی توپوهنه وکړه او ۳۰۵ منډې یې جوړې کړې. سلمان علي آغا په زړه پورې سلیزه ووهله، سعد بېګ ۳۹، بابر اعظم ۴۵ او حسن نواز ۳۷ منډې جوړې کړې. د هدف په تعقیب کې د سریلانکا ټوله لوبډله په ۲۶۸ منډو وسوځېده. د سریلانکا له لوري پوون رتنائیکې ۷۹ او جنیت لیاناګې ۶۰ منډې وکړې، خو خپله لوبډله یې بریا ته ونه رسوله. د پاکستان لپاره شاهین افریدي درې، فهیم اشرف، نسیم شاه او حارث رؤف دوه، دوه لوبغاړي وسوځول. د غوره سلیزې له امله سلمان علي آغا د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
