کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام بلوچستان صوبايي مشر سناتور مولانا عبدالواسع او صوبايي عمومي سېکرټر آغا محمود شاه ادعا کړې چې د مولانا فضل الرحمن پر ضد منفي تبلیغات د حکومت له ناکامیو څخه د خلکو د پام اړولو هڅه ده. په ګډ بیان کې یې ویلي چې د جمعیت له بریالیو ولسي غونډو وروسته مخالفین تورونه لګوي، حال دا چې حکومت باید د ګرانۍ، بېروزګارۍ او ناامنۍ په څېر ستونزو ته پام وکړي. مشرانو ویلي چې د خبریالانو او سیاسي مشرانو مسؤلیت د خلکو ستونزې رابرسېره کول دي او د نیوکو د بندولو پر ځای باید حکومتي کارکردګي ښه شي. هغوی ادعا کړې چې منفي تبلیغات د مولانا فضل الرحمن ولسي ملاتړ نه شي کمولای او سیاسي سیالي باید د دلیل او کارکردګۍ پر بنسټ وي.
