چمن (سید سردار محمد خوندئی)
د چمن-کوټې په نړیواله لویه لار د میزئ اډې په پولیس چیک پوسټ باندې ناپیژندل شوو وسله والو کسانو برید کړی دی۔
د سرچینو په وینا د برید په پایله کې یو پولیس سرتیری جیلان په موقع کې شهید شوی او سپاهی میرویس ژوبل شوی دی۔
له پیښې وروسته ځایي قبایلو هره ورځ د دا ډول پیښو پر ضد د احتجاج په توګه د چمن-کوټې نړیواله لویه لار د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده کړې ده۔
ځایي قبایلو په ټولو ټرانسپورټرانو او مسافرو غږ کړی چې تر څو حالات عادي شوي نه وي له سفر کولو څخه ډډه وکړي۔
