تازه خبرونه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶

د ولسمشر له لاسلیک پرته د صوبو په اړه کار نه شي کېدای، بلاول بوټو زرداري

کراچۍ (وېب نیوز) د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي چې د ولسمشر آصف علي زرداري له لاسلیک پرته د صوبو په اړه هېڅ کار نه شي کېدای. په کراچۍ کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال هغه وویل چې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ته معلومه ده چې د نویو صوبو د جوړولو په اړه د ولسمشر آصف علي زرداري او پیپلز ګوند دریځ څه دی. بلاول بوټو وویل چې نوې صوبې د اساسي قانون او قانوني کړنلارې له مخې جوړېدای شي، نو په هغو سیمو کې چې پرې اتفاق موجود وي، د صوبو په جوړولو کې باید ځنډ ونه شي. هغه زیاته کړه چې په ګلګت بلتستان کې هم خلکو ته د صوبې حیثیت ورکولو غوښتنه موجوده ده.