اسلامآباد (وېب نيوز) د پاکستان تحریک انصاف د مرکزي کمېټې په غونډه کې د قامي اسمبلۍ د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي د بدلولو وړاندیز شوی دی. د پي ټي آی مشر نعیم حیدر پنجوتھه د سما ټلوېزیون په «دوټوک» خپرونه کې وویل چې په غونډه کې د حقایقو موندلو د کمېټې جوړولو وړاندیز هم شوی و، خو په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. د هغه په وینا، بېرسټر ګوهر ویلي چې محمود اڅکزی د پي ټي آی بنسټګر عمران خان ټاکلی و، نو د هغه د بدلولو پرېکړه به هم عمران خان کوي. نعیم حیدر پنجوتھه په ګوند کې د اختلافاتو او درز خبره رد کړه او ویې ویل چې ټول مشران له عمران خان سره ولاړ دي. نوموړي د وزیراعلیٰ سهیل افریدي له خوا د عمران خان د خوشې کولو لپاره د تیاریو او د ګوند د عمومي منشي سلمان اکرم راجا د پوښتنو په اړه هم خبرې وکړې.
