کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ غړي او د پاکستان پیپلز ګوند مشر میر عبیدالله ګورګېج د ۲۰۰۷ کال د اکتوبر پر ۱۸مه په کراچۍ کې د کارساز پېښې شهیدانو ته درناوی وړاندې کړی دی. نوموړي ویلي چې د بېنظیر بوټو د وطن ته ستنېدو پر مهال دا پېښه د پاکستان د ډیموکراسۍ په تاریخ کې یوه دردناکه پېښه وه. د هغه په وینا، د شهیدانو قربانۍ د ډیموکراسۍ، د اساسي قانون د واکمنۍ او د خلکو د حقونو لپاره د مبارزې لار روښانه کوي. هغه زیاته کړې چې د ډیموکراسۍ د پیاوړتیا لپاره یووالی، زغم او د ولس خدمت اړین دي.
