تازه خبرونه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶

د کوټې پولیسو د اې ټي اېم درغلۍ په تور درې کسان نیولي

کوټه (وېب نیوز) د کوټې پولیسو ادعا کړې چې د اې ټي اېم په درغلیو کې د ښکېلتیا په شک یې د یوه بین‌الصوبايي ګروپ درې کسان نیولي دي. د پولیسو د ویاند په وینا، نیول شوي کسان د حیدرآباد اوسېدونکي دي او له هغوی څخه د بېلابېلو بانکونو ۴۵ اې ټي اېم کارتونه، پنځه لکه روپۍ نغدې، درې موبایلونه او یوه ټویوټا آلټو موټر ترلاسه شوی چې جعلي دولتي او د سیند هایکورټ د وکیل نمبرپلېټونه پرې لګېدلي وو. پولیس وایي چې په لومړنیو پلټنو کې نیول شویو کسانو د تېرو ۱۲ کلونو راهیسې په بېلابېلو سیمو کې د اې ټي اېم په درغلیو کې د ښکېلتیا اعتراف کړی دی. د پولیسو په وینا، پلټنې روانې دي.