تازه خبرونه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶

رکھني: په دولتي لېسه کې د فرنیچر کمښت، زده‌کوونکي پر ټاټونو ناست دي

رکھني (وېب نیوز) د کوه سلیمان ډویژن په مرکز رکھني کې د دولتي لېسې سلګونه زده‌کوونکي د مېزونو او فرنیچر د کمښت له امله پر ځمکه او ټاټونو ناست زده‌کړې کوي. د بلوچستان اعلی وزیر اعلان کړی و چې د صوبې ټولو دولتي ښوونځیو ته به فرنیچر برابرېږي او زده‌کوونکي به پر ټاټونو نه کښېنول کېږي، خو د سیمې د اوسېدونکو او والدینو په وینا، پر دې اعلان لا بشپړ عمل نه دی شوی. هغوی له اعلی وزیر، د پوهنې له صوبايي وزیرې راحیلې حمید خان درانۍ او د پوهنې له سېکرټر څخه غوښتنه کړې چې ستونزه ژر حل او ټولو زده‌کوونکو ته مېزونه او فرنیچر برابر کړي.