تازه خبرونه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶

زموږ وطن چې باعزته وي، موږ ټول به بااختیاره او باعزته یو، محمود خان اڅکزی

پېښور، کوټه (وېب نیوز) د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر او د قومي اسمبلۍ اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې د هېواد د ستونزو د حل لپاره باید مذاکرات د منتخب پارلمان د واکمنۍ، د اساسي قانون د بالادستۍ او د سیمو د خلکو د حقونو پر بنسټ وي. نوموړي له یو شمېر اپوزېسیون مشرانو سره په خبرو کې وویل چې د پښتنو، بلوڅانو، سندیانو، سرایکیانو او نورو قومونو پر سرچینو لومړی حق د هغوی د سیمو د خلکو دی او ټولې ادارې باید د اساسي قانون په حدودو کې خپل کارونه ترسره کړي. هغه په خیبر پښتونخوا کې پر حکومتي اقداماتو او نیونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د دوی مبارزه به د قانون او اساسي قانون له لارې روانه وي او مذاکراتو ته چمتو دي. اڅکزي ټینګار وکړ چې د ټولو سیمو خپلواکي، ژبو او سرچینو ته درناوی د هېواد د عزت، واک او پرمختګ بنسټ دی.