تازه خبرونه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶

ملا برادر: یوناما په راپورونو کې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه غورځوي

کابل (وېب نیوز) د افغانستان د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، یوناما په خپلو راپورونو کې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه غورځوي او پر منفي اړخونو تمرکز کوي. نوموړي په کابل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا د اړمنو خلکو د ملاتړ د ځانګړې اوونۍ په غونډه کې له یوناما وغوښتل چې د افغانستان د واقعي وضعیت په پام کې نیولو سره بې‌پرې تحلیلي راپورونه خپاره کړي. ملا برادر وویل، د وروستیو وچکالیو، موسمي سېلابونو، زلزلو او هېواد ته د زرګونو کورنیو د جبري راستنېدو له امله ګڼ افغانان له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي او د هغوی لاسنیوي ته جدي پاملرنه اړینه ده. هغه له سوداګرو، پانګه‌والو، خیریه بنسټونو او نړیوالو مرستندویه ادارو وغوښتل چې له اړمنو خلکو سره عملي مرستې وکړي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب‌الدین دلاور وویل، دې ټولنې په تېر یوه کال کې له کډوالو، جګړه‌ځپلو، کونډو، بزګرانو او نورو اړمنو کسانو سره یو میلیارد او ۸۰۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته کړې ده. نوموړي زیاته کړه چې په کندهار کې د رواني ناروغانو د درملنې لپاره د ۱۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو چارې روانې دي.