مېزۍ اډه (وېب نیوز) د مېزۍ اډې د صدر تاڼې په حدودو کې د ډزو په یوه پېښه کې پولیس سرتېری جیلاني خان وژل شوی او میرویس خان سخت ټپي شوی دی. د راپور له مخې، ټپي پولیس ته لومړنۍ طبي مرستې ورکړل شوې او د نورو درملنو لپاره کوټې ته لېږدول شوی دی. د پولیسو ادارې د پېښې د لامل معلومولو لپاره پلټنې پیل کړې دي. د پېښې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
