کوټه (وېب نیوز) د ایف سي بلوچستان د عامه پوهاوي د پیغام له مخې، په کوټه کې په غیرقانوني ډول مېشتو افغان کورنیو ته ویل شوي چې د اوو ورځو په موده کې خپل کورونه او دوکانونه خالي او افغانستان ته ستنې شي. په پیغام کې د بوسه منډۍ، سېټلایټ ټاون، پښتون آباد، حاجي غیبي سړک، سریاب سړک او نورو سیمو نومونه یاد شوي دي. د ایف سي بلوچستان په وینا، د ستنېدو بهیر باید په سولهییز او منظم ډول ترسره شي او له اړوندو کورنیو سره باید مناسب چلند وشي. له کورنیو غوښتل شوي چې په ټاکلې موده کې خپل کارونه بشپړ کړي.
