کوټه (وېب نیوز) افغان قومي موومنټ په کوټه ښار کې د غلاوو، شوکمارۍ، ډاکوګانو او د ملکي وګړو د وژنو د پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د ګوند ویاند د پولیسو او انتظامیې پر کارکردګۍ نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې ښار د جنايي عناصرو رحم ته پرېښودل شوی دی. نوموړي غوښتنه کړې چې پر سیاسي بنسټ ګومارل شوي بېمسؤلیته افسران دې بدل او پر ځای یې رښتیني او دندې ته ژمن افسران وګومارل شي، څو د خلکو د سر او مال ساتنه او د امن ټینګښت یقیني شي.
