تازه خبرونه ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶

د ادبي اکاډمیو خپلواکي محدودوونکی وړاندیز شوی قانون دې بېرته واخیستل شي، پښتونخوا نېپ

کوټه (وېب نیوز) پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان اسمبلۍ د ملي ژبو، اکاډمیو او ادبي ټولنو د ۲۰۲۶م وړاندیز شوي قانون په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له حکومت یې د قانون د بېرته اخیستو او له ټولو اړخونو سره د مشورې غوښتنه کړې ده. د ګوند په بیان کې ویل شوي چې د پښتو، بلوچي، براهوۍ او هزارګي په ګډون د صوبې د ملي ژبو ادبي اکاډمۍ باید خپله خپلواکي او علمي آزادي وساتي. ګوند ویلي، مالي روڼتیا اړینه ده، خو په دې پلمه باید د ادبي ادارو خپلواکي محدوده نه شي. ګوند خبرداری ورکړی چې که له مشورې پرته قانون منظور شو، نو په محکمه کې به یې د چیلنج کولو په ګډون قانوني او جمهوري لارې وکاروي.