تازه خبرونه ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶

د اوړو د بیو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي، مولانا عبدالرحمن رفیق

کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام د کوټې ضلعي مشر مولانا عبدالرحمن رفیق او نورو مشرانو د اوړو او اړینو توکو د بیو پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ګراني د بېوزلو کورنیو لپاره د دوو وخته ډوډۍ برابرول هم ستونزمن کړي دي. هغوی پر حکومت نیوکه کړې چې د خلکو ستونزو ته پام نه کوي او غوښتنه یې کړې چې د اوړو بیې راکمې، احتکار ختم او خلکو ته د مرستې رسولو لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي.