تازه خبرونه ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶

د بلوچستان فشریز او آبي کرنې پر ۲۰۲۶م بل غور

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ د کب نیونې د دایمي کمېټې غونډه د مولانا هدایت الرحمن په مشرۍ وشوه، چې پکې د بلوچستان فشریز او آبي کرنې پر ۲۰۲۶م بل تفصیلي بحث وشو. په غونډه کې ظہور احمد بلیډي، عبدالمجید بادیني، سید ظفر علي آغا او اړوندو چارواکو ګډون درلود. کمېټې سپارښتنه وکړه چې د کب نیونې او آبي کرنې اړوند زاړه قوانین دې له نویو اړتیاوو سره برابر شي، ساحلي سرچینې دې خوندي شي او د اړوندو ادارو ترمنځ دې همغږي پیاوړې شي.