تازه خبرونه ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶

د جعفرآباد کیټل فارم د ۴۰ جریبه ځمکې د وېش موضوع اسمبلۍ ته وړاندې شوه

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې صوبايي وزیر عبدالمجید بادیني د جعفرآباد کیټل فارم د ۴۰ جریبه سرکاري ځمکې د مبینې وېش موضوع راپورته کړې ده. نوموړي وویل، ځايي خلک او بزګران له شاوخوا ۵۰ کلونو راهیسې پر دې ځمکه مېشت دي. د هغه په وینا، ځمکه یوه متقاعد پوځي افسر ته ورکړل شوې او نوموړي بیا مبینه توګه یوه پخواني د اسمبلۍ غړي ته په اجاره ورکړې ده. هغه غوښتنه وکړه چې د اوږدې مودې راهیسې پر ځمکه د مېشتو کورنیو حقونه خوندي او ستونزه حل شي.