تازه خبرونه ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶

د خالد لویریچ پر وژنه د عوامي نېشنل ګوند خواشیني، د قاتلانو د نیولو غوښتنه

کوټه (وېب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبايي ویاند ولي داد میاني د جواینټ سړک د ډزو په پېښه کې د ګوند د پخواني غړي پروفېسر ډاکټر عبدالقادر خان لویریچ د وراره خالد خان لویریچ پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده. نوموړي ویلي، په کوټه او د بلوچستان په نورو سیمو کې هدفي وژنې، د سړک غلاوې او نور جرمونه د اندېښنې وړ دي. هغه د پولیسو له عمومي مشر او اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د خالد لویریچ په وژنه کې ککړ کسان ونیسي او قانون ته یې وسپاري.