زیارت (وېب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي عمومي سکرتر عبدالرحیم زیارتوال ویلي، هېواد له سیاسي بېثباتۍ او ګڼو بحرانونو سره مخ دی، په داسې حال کې چې د اساسي قانون د برلاسۍ، د پارلمان د خپلواکۍ او وفاقیت غوښتنې د ریاست ضد بیانیې په توګه وړاندې کېږي. نوموړي د زیارت د غوسکي په سیمه کې د ګوند د شمولیت غونډې ته په وینا کې پر حکومتي پالیسیو او پر رسنیو پر بندیزونو نیوکه وکړه. په غونډه کې ۲۵ ځوانانو ګوند ته د ورګډېدو اعلان وکړ. ویناوالو په زیارت او هرنایي کې د ناامنۍ او پر شپنو د مبینې ډرون حملې په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.
