تازه خبرونه ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶

د پاک ـ افغان او پاک ـ ایران سرحدونو بندېدو سوداګرو ته میلیاردونه زیان اړولی، جمعیت نظریاتي

کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام نظریاتي پاکستان مرکزي مشر مولانا عبدالقادر لوني او نورو مشرانو ویلي، د پاک ـ افغان سرحد د اوږدې مودې بندښت سوداګرو او کاروباري کړیو ته میلیاردونه روپۍ زیان اړولی، په داسې حال کې چې د پاک ـ ایران سرحد بندېدو هم سوداګري اغېزمنه کړې ده. په ګډ بیان کې هغوی پر اقتصادي بحران، ګراني او د نړیوال وجهي صندوق د شرایطو له مخې پر شویو پرېکړو نیوکه کړې او د سیاسي ثبات، اقتصادي ستونزو د حل او د اسلامي نظام د پلي کېدو غوښتنه یې کړې ده.