کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان پخواني وزیراعلیٰ او د نېشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوچ د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې د پاک ـ ایران او پاک ـ افغان سرحدونو د بندېدو له امله د سوداګرۍ او تګ راتګ پر اغېزمنېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي وویل، د تفتان سرحد د بندېدو له امله زرګونه ګاډي بند پاتې دي، او پر لویو لارو د مالونو بار ګاډو سوځول هم د اندېښنې وړ دي. هغه غوښتنه وکړه چې د سرحدونو د بندېدو له امله د سوداګرو او ټرانسپورټرانو ستونزې حل شي.
