تازه خبرونه ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶

د ښاروالیو د بودیجې او واکونو د نه لېږد پر ضد په بلوچستان های کورټ کې عریضه ثبت شوه

کوټه (وېب نیوز) په ټول بلوچستان کې د ښاروالیو ادارو ته د بودیجې نه ورکولو، د مالي او اداري واکونو د نه لېږد او د ځايي استازو د معاشونو د بندېدو پر ضد په بلوچستان های کورټ کې آئیني عریضه ثبت شوې ده. عریضه د آل چیئرمین اتحاد بلوچستان د مشر او د چیئرمین پلان له خوا ثبت شوې، چې پکې د بلوچستان حکومت فریق ګرځول شوی دی. د عریضې له مخې، د پاکستان د اساسي قانون د ۱۴۰-اې مادې له مخې ښاروالیو ته د مالي سرچینو او واکونو لېږد اړین دی، خو د بودیجې د نه ورکړې له امله پرمختیايي پروژې، د کارکوونکو معاشونه او ورځني ښاري خدمات اغېزمن شوي دي. غوښتنه شوې چې محکمه دې حکومت ته د ښاروالیو د بودیجې د سمدستي ورکړې او د سیمه‌ییزو ادارو د مالي او اداري خپلواکۍ د تأمینولو لارښوونه وکړي.