تازه خبرونه ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶

هېچا ته به د سرکاري دندو د خرڅولو اجازه ورنه کړو، وزیراعلیٰ سرفراز بګټي

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي ویلي، هېچا ته به د سرکاري دندو د خرڅولو اجازه ورنه کړل شي او د ګومارنو په چارو کې غفلت به ونه زغمل شي. د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې نوموړي وویل، که له چا سره د دندو د خرڅولو په اړه کره شواهد وي، وړاندې دې یې کړي، څو د مسؤلینو پر ضد اقدام وشي. د هغه په وینا، په سرکاري ادارو کې د ګومارنو د روڼتیا لپاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه هم مرسته اخیستل کېږي.