اسلاماباد (وېب نیوز) بیرسټر عقیل ویلي، تمه ده چې وزیراعظم خیبر پښتونخوا ته سفر وکړي او د دغه صوبې لپاره د ۱۳۷ اربه روپیو د مرستې اعلان وکړي. نوموړي له سما ټلوېزیون سره په خبرو کې امریکا ته د معدني زېرمو د سپارلو تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې له کوم شرکت سره د معدنیاتو په اړه تړون نه دی شوی؛ هغه له تور لګوونکو څخه د ثبوت غوښتنه هم کړې ده. د ده په وینا، په خیبر پښتونخوا کې د امن او نظم د ښه کولو، د پولیسو د پیاوړتیا او د ترهګرۍ ضد اقداماتو لپاره کار روان دی. هغه پر مخالفو ګوندونو غږ کړی چې په پارلمان کې دې د ولس پر ستونزو خبرې وکړي او د قانون په چوکاټ کې دې سولهییز احتجاج وکړي.
