کوټه (وېب نیوز) د آل پاکستان بس یونین او پنجاب خیبر پښتونخوا بس یونین مرکزي د اطلاعاتو سکرتر ظاهر شاه کاکړ، مرستیال مشر اقبال سرګړ، عمومي سکرتر وزیر خان او مرستیال عمومي سکرتر عبدالمتین ویلي، چې له کوټې څخه پنجاب او خیبر پښتونخوا ته تلونکي مسافر وړونکي ګاډي په بېلابېلو پوستو کې د اوږدې مودې لپاره درول کېږي، چې له امله یې ټرانسپورټران او مسافر له ستونزو سره مخ دي. هغوی له حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د امنیتي پلټنو اغېزمن او چټک نظام جوړ کړي، د امن وضعیت ښه کړي او د ګاډو د تګ راتګ د وخت ستونزې حل کړي.
