لورالایي (وېب نیوز) په لورالایي کې د راپورونو له مخې د ۴۸ ساعتونو لپاره د برېښنا پرلهپسې او بېاعلانه بندښت خلک، زدهکوونکي، سوداګر او مزدوران له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. د خلکو په وینا، د برېښنا نشتوالي تعلیمي فعالیتونه، سوداګري او کورني کارونه اغېزمن کړي، په داسې حال کې چې د انټرنېټ او برېښنايي وسایلو د چارج ستونزې هم د زدهکوونکو پر زدهکړو اغېز کوي. خلکو د کیسکو له چارواکو غوښتنه کړې چې د برېښنا د اوږده بندښت نوټس واخلي او برېښنا بېرته فعاله کړي.
