کوټه (وېب نیوز) د قمبراني سړک پر الله والا څلورلارې ته نږدې د ډزو په پېښه کې ۵۵ کلن عبدالظاهر ولد حفیظ الله وژل شوی دی. د پولیسو په وینا، مړی د امبولانس له لارې د کوټې ملکي روغتون ته لېږدول شوی. پولیسو له پېښې ځایه شواهد راټول کړي او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
