اسلامآباد (وېب نيوز) د جمعیت علمای اسلام (ف) سناتور کامران مرتضیٰ له حکومت او اپوزېسیون ترمنځ د خبرو اترو لپاره وړاندیز کړی چې که حکومت په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت یوازې تر پنځو ضلعو محدود کړي، نو له حکومت سره د مذاکراتو لاره هوارېدای شي. د جیو نیوز په «کېپیټل ټاک» خپرونه کې د تحریک انصاف سناتور محسن عزیز هم له دې وړاندیز سره موافقه څرګنده کړه. بلخوا، وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چودري وویل چې حکومت د ترهګرۍ پر موضوع له اپوزېسیون سره خبرو ته چمتو دی، خو د ترهګرۍ تر بشپړ ختمېدو پورې به په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت پر ځای وي.
