تازه خبرونه ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶

د بلدیاتي ادارو د بودیجې د نه ورکړې پر ضد د اکتوبر پر ۲۶مه د احتجاج اعلان

ژوب (وېب نیوز) د بلوچستان د سیمه ییزو شوراګانو فورم اعلان کړی، چې بلدیاتي ادارو ته د غیر پرمختیايي او پرمختیايي بودیجې د نه ورکړې په غبرګون کې به د اکتوبر پر ۲۶مه د سهار په ۱۰ بجو د کوټې پریس کلب مخې ته احتجاج وکړي. د فورم د ویاند په وینا، د بودیجې ځنډ د ښاري اسانتیاوو او پرمختیايي پروژو چارې اغېزمنې کړې او د مالي کال د بودیجې د ضایع کېدو خطر یې زیات کړی دی؛ فورم له چیف سېکرټري او د مالیې له سېکرټري د بودیجې د سمدستي ورکړې غوښتنه کړې.