تازه خبرونه ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶

د مینا مجید ورور تښتول شوی

مند (وېب نیوز) د بلوچستان د لوبو او ځوانانو چارو د سلاکارې مینا مجید ورور اورنګزېب مجید د مند په بلوچ آباد سیمه کې د څلورو وسله والو له خوا تښتول شوی دی. د کورنیو چارو وزیر میر ضیا الله لانګو د پېښې پخلی کړی او د هغه د خوندي خوشې کېدو لپاره یې د ټولو امکاناتو د کارولو ډاډ ورکړی دی.