تازه خبرونه ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶

له مستونګ څخه تښتول شوي ۲۲ پولیس دوه ورځې وروسته خوشې شول

مستونګ (وېب نیوز) د مستونګ په کردګاپ سیمه کې تښتول شوي ۲۲ پولیس دوه ورځې وروسته خوشې شول. د هغوی په وینا، تښتوونکو ورباندې تشدد کړی، وږي او تږي یې ساتلي او د دندې پرېښودو ته یې اړ کړي دي. پولیسو د هغوی د خوشې کېدو پخلی کړی، خو د عملیاتو جزئیات یې نه دي خپاره کړي.