پېښور(وېب نیوز)د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د مخالفې ډلې مشر، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند رئیس او د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر محمود خان اڅکزي په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او بېړني حالت پلي کول غیر اساسي او غیر ډیموکراتیک بللي او ویلي یې دي چې پاکستان د تباهۍ پر لور روانول کېږي. نوموړي په پېښور هایکورټ کې د حکومتي پرېکړې د ننګولو پر مهال، د علامه راجه ناصر عباس، بیرسټر ګوهر خان او سلمان اکرم راجه په ملتیا له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا پرېکړه یې ځکه محکمې ته وړاندې کړې، څو د هېواد سیاسي او اساسي قانوني مسئلې د قانون له لارې حل شي؛ خو که محکمې خپل رول ادا نه کړي، نو د سړکونو پرېکړې به لا خطرناکې شي. محمود خان اڅکزي وویل چې پاکستان یو رضاکارانه فدراسیون دی چې پښتانه، بلوڅان، سندھیان، سرایکیان او پنجابيان پکې ژوند کوي او هېڅوک د بل قوم بادار نه دی. د هغه په وینا، د ۱۹۷۳ کال اساسي قانون د هېواد د خلکو ترمنځ ټولنیز تړون دی، خو غیر ډیموکراتیکو قوتونو په وار وار کمزوری کړی دی. نوموړي خبرداری ورکړ چې که سیاسي مشران خپلې دندې ترسره نه کړي، روان وضعیت به پاکستان له لوی ناورین سره مخ کړي. هغه د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د اتمې ټاکنو ته په اشارې ادعا وکړه چې عمران خان او تحریک انصاف ټاکنې ګټلې وې، خو د خلکو ورکړل شوی سیاسي واک ونه منل شو. د هغه په وینا، د انتخاباتي نښې اخیستل، د ځانګړو څوکیو وېش او د سیاسي فعالانو پر ضد اقداماتو ډیموکراتیک نظام ته زیان رسولی دی. محمود خان اڅکزي تور ولګاوه چې پر احتجاج کوونکو د ډزو او تشدد پېښو د خلکو بنسټیز حقونه اغېزمن کړي دي. نوموړي له قضایه قوې، سیاسي ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو وغوښتل چې د اساسي قانون، ډیموکراسۍ او د خلکو د رایې د حق د ساتنې لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي. هغه څرګنده کړه چې مبارزه یې له کوم سیاسي مشر یا ګوند سره د شخصي دښمنۍ پر بنسټ نه ده، بلکې موخه یې د ډیموکراتیک نظام ساتنه ده.
