کوټه(ویب نیوز) ایراني پوځ ادعا کړې چې د هېواد هوايي دفاعي سیستم یوه امریکايي «لوکاس» بېپیلوټه الوتکه په نښه او نسکوره کړې ده. د ایراني رسنیو په راپورونو کې د پېښې ځای بندرعباس او جاسک ښودل شوی، خو د پېښې د وخت او د الوتکې د ماموریت په اړه روښانه معلومات نه دي خپاره شوي. امریکايي چارواکو تر اوسه د دې ادعا په اړه تایید یا رسمي غبرګون نه دی ورکړی.
